مسکا دې مه درېغوه
حنیف بکتاش             حنیف بکتاش

راته ویې وایه                                                                         

هرڅه چې غواړې ،

راته ویې وایه

د زړه غمجنې شېبې

د زړه خواږه یادونه

خو راته ویې وایه

دغه زما زړه درته پرانیستې نړۍ

 

په کې مسکا شه

په کې غم شه

په کې ولامبه ته

زړه مې د سین په شان پرانیستی درته

 

سترګې دې مه پټوه

مسکا دې مه درېغوه

د خدای لپاره

خندا دې مه درېغوه.

 

دغه زما زړه ،

لکه یوه ماته بیړۍ

دا ستا د شونډو له ساحله نه ځي

دغه زما سترګې ،

د غمونو په څېر

دا ستا د سترګو له کابله نه ځي

دا زما نظر ،

لکه د سیوري په څېر

ستا د قدم له یوه منزله نه ځي

 

مسکا دې مه درېغوه .

خندا دې مه درېغوه.

۱

 

 

 

 

 

ته راته ولیکه ،

د زړه پر مزل

زموږ د یادونو آواز

ته راته ولیکه ،

د باغ په ژبه

د غوړېدلو پرواز

ته راته غم شه

ته مې ونړوه

ته مې مسکا شه

ته مې وسپړوه

ته یو غاټول شه زما د زړه پر سحر

ته مې نړۍ شه ،

 راته ویې وایه

هرڅه  چې غواړې ،

راته ویې وایه !

 

اوړی 2004 کال لندن


June 8th, 2010


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
شعر،ادب و عرفان